د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیس تر ټولو زیاته قرباني ورکوي


افغان پولیس په هرات کې د مراسمو پرمهال خپل ملي بیرغ نیولی
افغان پولیس په هرات کې د مراسمو پرمهال خپل ملي بیرغ نیولی


امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د پولیسو پر مرګ ژوبلې او دوی ته د ورکړل شویو اسانتیاو په اړه یوه مقاله لیکلې ده. په دې کې راغلي د افغان ملي پولیسو مرګ ژوبله زیاته شوې ده. دا هم لیکل شوي چې اوس د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ناټو ګامونه اخیستل پیل کړي دي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي افغان پولیس په غرونو کې پر پوستو د اورپکو په بریدونو کې وژل کېږي. په ډله ییز ډول د دوی سرونه پرې کېږي او بیا په لاس په جوړې کړل شویو ویډیو ګانو کې ښودل کېږي. همدا پولیس په موټري بمي بریدونو کې وژل کېږي او داسې کسان یې هم وژني چې د دوی غوندې دریشي یې اغوستي وي.


ورځپاڼه لیکي د افغان ملي پولیسو افسران تل د اداري فساد او د نشه یانو په نوم یادېږي او ویل کېږي چې وړتیا نه لري. خو دوی په دې هېواد کې د بهرنیو یا د کورنیو ټولو ځواکونو په نسبت تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د تېر یو کال پر مهال ۱۵۵۵ پولیسان وژل شوي دي. دا شمېر تېر کال، د وژل شویو افغان پوځیانو پرتله له دوه چنده زیات دی. په همدې موده کې ۴۷۴ امریکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي. د جون په میاشت کې ۲۴۶ افغان پولیسان وژل شوي دي چې د ورځې په سر اته پولیسان دي.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې ۱۳۵۰۰۰ پولیسان دي چې لږه روزنه یې کېږي، ډېر د ابتدایي معیار الات ورته ورکول کېږي او د پوځیانو په نسبت یې تنخا هم کمه وي. افغان پوځیان په بکتر بند ګاډو کې ګرځي خو پولیس په پک اپ موټرو کې سفر کوي.

۴۱ کالن پولیس محمد قاهر چې د پروان د والي په دفتر کې وظیفه تر سره کوي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي: ((پوځ ته ډېره پاملرنه کېږي. هغوی ته ښه خواړه او پیپسي ورکول کېږي.))

دی وايي، دوی ټوله ورځ لمر ته ولاړ وي او هیڅ ورته نه ورکول کېږي.

ورځپاڼه لیکي، د پولیسو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ناټو روزنیز کمانډ پولیسو ته په اتو میاشتو کې، ۳۴۰۰ بکتر بند ګاډي ورکوي. اوسمهال له پولیسو سره ۱۰۰۰ داسې ګاډي دي او تېر کال یې هیڅ نه لرل.

د دوی د روزنې نصاب چې پخوا د یوې نیمې میاشتې لپاره وو اوس دوو میاشتو ته غځول شوی دی. امریکايي چارواکي وايي پولیسو ته د ډرېورۍ چل هم اوس ښيي ځکه چې ځېنې وخت مرګ ژوبله د ټرافیکي پېښو له کبله هم کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، زیاتره پولیسان بې سواده دي نو هر پولیس ته لیک لوست ښودل کېږي.
XS
SM
MD
LG