د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې د ترهګرۍ هڅه شنډه شوې


د چين چارواکی وايي چې جن يانګ سيمه کې امنيتي سرتيرو د ترهګرۍ يو شمير هڅي شنډي کړی دي. ژو هيلون وايي چې ترهګرو، بيلتون پالو او مذهبي سخت دريځو د منځنۍ ايشيا لپاره د جوړې شوې اقتصادي ميلې ګډ وډ ول غوښتل.

د منځنۍ ايشيا اقتصادي ميله نن په ارومچي ښار کې کيږي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداری په دې میله کې د برخې اخیستو لپاره تللی دی.

تيره ورځ ولسمشر زرداري ويلي وو چې د ترهګرۍ په اړه به د چين اندېښني لرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG