د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټي په مري آباد سیمه کې په یو موټر کې چاؤدنه شوې ده.


د مشال ریډيو د خبریالپه وینا د کوټي په مري آباد سیمه کې په عالم دار روډ په موټر کې چاؤدنه شوې ده، دغه چاؤدنه هغه وخت مخې ته راغلې کله چې اهل تشیع د اختر مونځ ادا کو.


د ایدهي سرچینو مشال ریډیو ته ویلي، په دې پيښه کې 10 کسان وژل شوي او 18 زخمیان دي.


د پولیسو ډي آي جې آپریشن حامد شکیل د پيښې تاید کړې. نوموړي زیاته کړه چې تر دې دمه دا نه شي وېلې چې آیا دغه یو ځانمرګې برید و او که څنګه؟


د سول هسپتال سنډې من ډاکټر جعفر په خبره د 5 کسانو مړي دې هسپتال ته راؤل شوي او نور 5 سي ایم ایچ هسپتال ته وړل شوي.


دپيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG