د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور : دوه رېل ګاډي جنګېدلې دوه مړه ۱۵ ژوبل


لاهور بادامي باغ سټيشن سره نیږدې دوه ریل ګاډو خیبر مېل او بابو ایکسپریس د یو بل سره د جنګېدو له کبله دوه کسان مړه او له پنځلسو زیات ژوبل شوي دي.

د ریلوې د چارواکو په خبره نن سهار بادامي باغ پاټک سره نیږدې د سیالکوټ نه لاهور ته تلونکې ګاډې بابو اکسپریس سره د پيښور نه کراچۍ ته تلونکې ګاډې خیبر میل ایکسپریس هغه وخت و جنګېدلو کله چې یو ماشوم په پټلۍ تېریدلو او د هغه د بچ کولو لپاره بابو ایکسپریس ود رېدلو. او دغه ساعت پرې د شا نه خیبر میل ګاډۍ راغلی.

د دې پيښې په ترڅ کې د بابو میل د ګاډي درې بوګۍ چپه شوې.

د ریلوې یو چارواکي خبریالانو ته ويلي چې د ابتدايي معلوماتو نه ښکاري چې غلطي د ډرایور وه. خو د دې پلټنې روانې دي.ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG