د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د افغان چارواکو وژونکي نیول شوي دي


د کندهار د ملي امنیت ریاست کارکونکي وایی چې په دې ښار کې د یو لړ تحقیقاتي عملیاتو په ترڅ کې یی د وسله والو یوه پینځه کسیزه ډله نیولې ده.


دغه ډله په ښار کې یو شمېر دولتي چارواکي او د یوې خیریه ادارې یوه ښځینه کارکونکې په وژلو کې ککړ ده.

نیول شوې کسانو د کندهار د ملي امنیت د ریاست په ودانۍ کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ومنله چې د نا امنۍ په جدا جدا پیښو کې یی لاس لرلو.

په نیول شویو کسانو کې د پولیسو یو تن ، افسر عطا محمد هم شامل دې چې وایی ځانمرګي برید کونکې یی د پولیسو موټر کې د قندهار امنیه قومندانۍ ته یوړو، او هلته یی د کندهار په امنیه قومندان لوی پاسوال خان محمد مجاهد باندې ځانمرګې برید وکړ.

په کندهار کې د ملي امنیت ریاست کارکونکو څو ورځو وړاندې هم د ځانمرګي برید کونکو د تربیت کونکو یوه ډله نیولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG