د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ د پېښو تر شا لاس پېژندل غواړو.سپریم کورټ


د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري د کراچۍ پر حالاتو بله غونډه تر سبا وځنډوله
د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري د کراچۍ پر حالاتو بله غونډه تر سبا وځنډوله
ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


د پاکستان د سترعدالت مشر قاضي افتخار محمد چودري په مشري د سپریم کورټ پنځه کسیزه جرګګۍ (بینچ) د کراچۍ پر وضعه له خپلې مخې اخیستي ګام اورونه وکړه.

عدالت ته د سیند صوبې د پولیس مشر واجد دراني وویل ،په کراچۍ کې د تاوتریخوالي وجه ژبني او فرقه ییزه کرکې،کلنګ اخیستنه او پر زمکو د قبضه ګرو جګړې دي.

هغه زیاته کړه په کراچۍ کې له ۲۴ جولايی نه تر ۲۴ اګست پورې ۳۰۶ کسان وزل شوي دي.په وزل شویو کسانو کې ۱۷ په بوریو کې بند مړي موندل شوي چې دده په خبره غرغره کړل شوي دي.

واجد دراني وویل په ښار کې ځینې سیمې داسې دي چې پولیس نشي ورتلای او دده په خبره اوس هم په ښار کې هره ورځ د توپک په زور له کاروباریانو په کروړونو روپۍ کلنګ اخیستل کېږي.کورونو ته د سرسایې او زکات لپاره پرچې لېږل کېږي او همدې نامه له خلکو کلنګونه اخیستل کېږي.هغه وویل،چې دا کار په لومړي سر کې اردو ژبه ویونکو پیل کړی دی.

د اورونې پر مهال چیف جسټس افتخار محمد چودري له واجد دراني څخه پوښتنه وکړه چې هغوی په دې اړه څه مالومات ترلاسه کړی دی چې تېښتول شوي کسان د ښار په کومو سیمو کې ساتل کېږي؟
په جواب کې د د سیند صوبې د پولیس مشر واجد دراني وويل چې راخوشي شوي کسان له ویرې حال نه وايي.دراني وويل پولیس په تېره یوه میاشت کې ۱۲۰ هدفي وژونکي نیولي دي.

عدالت له لوی څارنوال( اټارني جنرل) انوارلحق څخه د کراچۍ د اخ وډب په اړه د استخباراتي ادارو جوړ کړی رپوت وغوښت .د اټارني جنرل لخوا عدالت ته دغه رپوټ وړاندې کړل شو.

عدالت په خپله څرګندونو کې وویل چې پولیس د بدامنۍ د صحيح وجې په ښودلو کې پاتې راغلي دي ـ
په کراچۍ ښار کې د ولس وژنه اوس یو معمول ګرځېدلی دی چې یواځې أه ۲۴م جولايي نه تر ۲۴ اګست پورې ۳۰۶ کسان وژل شوي دي

د کيس اورونې روستو خبريالانو سره په خبرو کې د سند حکومت وکيل عبدالحفيظ پيرزاده وويل چې دا ممکنه نه ده چې د ښار څخه دې جرمونه په مکمله توګه ختم کړی شي ـ
هغه وويل ،،ترڅو پورې چې ددې خبرې تعلق دی چې پوليس به کراچۍ کې امن راوستو کې کامياب شي کنه ـ نو زما په فکر پوليس به په دې کامياب شي چې حالات عادي صورتحال ته ستانه کړي خو دې کې به وخت ولږي ـ ددې نه مونږ انکار نشو کولې چې نن هم کلنګونه اخيستل کيږي او نورې بدمرغۍ هم شتون لري خو مونږ له امن پکار دی او په دې لړ کې مونږ ته پکار دي چې عدالت سره مرسته وکړو چې دغه ډول عدالت په ښه توګه خپل کار مخ په وړاندې يوسي ـ

سينئر وکيل افتخار ګيلاني خبريالانو ته وويل چې عدالت دې ذوالفقار مرزا هم عدالت ته وروغواړي ـ هغه زياته کړه حکومت نن هم عدالت ته وويل چې ښار اوس هم کلنګونه اخيستل کيږي لګيا دي ـ

د يادونۍ وړ ده چې کراچۍ د بدامنۍ په حقله سپريم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري سوموټو ايکشن اخيستی دی ـ ددغه کيس اورونه په ړومبي ځل په ۲۶ اګست اسلام اباد کې شوې وه ـ نن ددغه کيس دويمه اورونه کراچۍ کې وشوه ـ ددغه کيس بيا اورونه تر سبا پورې وځنډول شوه ـ
XS
SM
MD
LG