د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکراچۍ هدفي وژنې ایم کیو ایم کوي.ډاکټر مرزا


د پاکستان د سیند صوبې سنییر وزیر ډاکټرذولفقار مرزا قرآن مجید پر سر په بیا بیا لوړه کوله چې د کراچۍ ښار په هدفي وژنو کې د ایم کیو ایم لاس دی.
د پاکستان د سیند صوبې سنییر وزیر ډاکټرذولفقار مرزا قرآن مجید پر سر په بیا بیا لوړه کوله چې د کراچۍ ښار په هدفي وژنو کې د ایم کیو ایم لاس دی.
دسند صوبې سينر وزير ډاکټر ذولفقار مرزا له خپله وزارته،صوبايي اسمبلۍ د پارټۍ د سیند صوبې د مرستیال مشر له عهدې استعفي ورکړه ـ

نوموړي دغه استعفي نن په کراچۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال اعلان کړه او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک یې په بیا بیا تورونولی چې دده په خبره لوی دروغجن دی. هغه وویل چې رحمان ملک په دې هیواد کې نه خاندان لري او نه جایداد لري ځکه خو دده په وینا د پاکستان په نقصان پسې دی.
هغه د خبري کنفرانس پر مهال له ځان سره قرآن مجید هم راوړی وو او لکه په عدالت کې د ګواه ورکولو په څېر یې پر خپل سر کېښود ،چې څه وايي هغه رښتیا وبولی.او د هرې خبرې ګواهي به یې په قرآن مجید ورکوله.

ډاکټر ذولفقار مرزا تور پورې کړ چې د کراچۍ ښار په هدفي وژنو کې د متحده قومي مومېنټ لاس دی.او د ژوب د اوسېدونکي د جیو ټي وي خبریال ولي خان بابړ د پنځو قاتلانو نومونه یې واخیستل چې دوی له ایم کیو ایم سره تړاو لري. نوموړي په خبري کنفرانس کې د پولیس او استخباراتي ادارو هغه ګډ پلټونکی رپوټ هم خبریالانو ته وښودلی چې پکې راغلي چې ولي خان بابړ د ایم کیو ایم پنځو تنو وژلی چې څلور پکې نیول شوي دي.ده وویل چې د هغه یو بل قاتل لیاقت لا په تېښته دی .

ډاکټر ذولفقار مرزا تور ولګاوه چې په لندن کې د ایم کیو ایم د وژل شوي یوه مشر ډاکټر عمران په وژنه کې هم ایم کیو ایم ککړ دی.
د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین د خپل ګوند د وژل شوي یوه مشر ډاکټر عمران فاروق سره

ډاکټر مرزا تور ولګاوه چې په لندن کې د ایم کیو ایم له مشر الطاف حسین سره په یوه ملاقات کې هغه ورته وویل چې امریکا پاکستان ماتول غواړي او له ډېرو نورو هیوادونو سره یې په دې اړه رابطه ده نو ځکه دی د پښتنو وژنه نشي پرېښودلای.

ډاکټر مرزا وویل چې په کراچۍ ښار کې نیول شوي ۲۵ هدفي وژونکي د ایم کیو ایم تر دباو لاندې په ضمانت خوشي شوي دي.

بلخو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې ډاکټر فردوس عاشق اعوان یو ناڅاپي خبري غونډه کې وویل، چې د ډاکټر ذولفقار مرزا څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او له دې سره د پيپلزګوند او د حکومت هیڅ تعلق نشته.

هم په دې لړ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په اسلام آباد کې په یو ځوابي خبري غونډې کې وویل چې د ډاکټر ذولفقار مرزا ډېرې خبرې جذباتي او له حقیقت نه لرې دي.او زیاته یې کړه ډاکټر مرزا د هغه د وړوکي ورور غوندې دی.
XS
SM
MD
LG