د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني صدر پروېز مشرف جاییداد ضبط کړل شو


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د جایداد ضبطولو او په پاکستان کې د هغه د بېنکي کاتو د کنګلولو امر کړی دی . نوموړی په ۲۰۰۷م کال کې د وژل شوې پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د قتل مقدمه کې مطلوب دی.

دا امر له هغه وروسته شوی دی چې پخواني پوځي ولسمشر ته څو ځله ویل شوي چې عدالت ته حاضر شي خو هغه داسې نه دي کړي.

عدالت د جون په میاشت کې له دې امله د پروېز مشرف د نیولو دایمي امر کړی وو چې د دوی په خبره له قصده نه دی حاضر شوی.

عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې پر دې خبره د پرویز مشرف د نیولو امر کړی وو چې بې نظیر بوټو ته په کافي امنیت ورکولو کې پاتې راغلی.

نوموړی دا وخت په لندن او دوبۍ کې په خپله خوښه د جلاوطنۍ ژوند کوي .

خبري اژانس اې اېف پي لیکي په پاکستان کې د جنرال پروېز مشرف د شیمنو ارزښت نه دی مالوم ،خو دی هلته کافي جاییداد لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG