د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده یو جګپوړی مشر وژل شوی دی


د امریکايي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي چې د القاعده شبکې د مشرۍ په قطار کې دویم کس عطیه عبدالرحمان په پاکستان کې وژل شوی دی.

د لویدیځ رسنۍ د دې امریکايي چارواکي له خولې لیکې چې له لیبیا سره اړه لرونکی عطیه عبدالرحمان د اګست پر دوویشتمه نېټه په وزیرستان کې وژل شوی دی. ځینې رپوټونه وايي چې د القاعده شبکې دا لوړپوړی مشر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

رپوټونه وايي چې دا کس د القاعده شبکې د عملیاتو مشر وو خو بیا چې کله امریکا د مئ پر دویمه نېټه اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژی نو عطیه عبدالرحمان ته د القاعده شبکې د مشرۍ په قطار کې دویم مقام ورکړل شوو

امریکايي چارواکي وايي دوی فکر کوي چې د عطیه عبدالرحمان وژل کېده پر ترهګره ډله القاعده یو بل لوی ګزار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG