د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار او هېلمند کې ځانوژونکي بریدونه


چارواکي د افغانستان په هېلمند او کندهار ولايتونو کې په درو ځانمرګو بريدونو کې پینځه کسان وژل شوي او ۴۳ ژوبل شوي دي.

يو ځانمرګی بريد د هېلمند په لشکر ګاه کې د يوه بانک مخې ته شوی چې چارواکي پکې تر دې دمه د څلورو کسانو د وژل کيدو او ۲۱ د ټپي کېدو خبر ورکوي. د يو بل خبر ترمخې، چارواکي وايي چې په کندهار کېد شنبې په غرمه د موټرو په وسيله شوي په دوو ځانمرګو بريدونو کې يو کس وژل شوی او ۲۲ ټپيان شوي دي. د کندهار ولايت وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې قربانيان ټول عام وګړي او په ټپيانو کې ١٣ ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG