د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چترال کې ۳۶ سرتېري وژل شوي دي


د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه
چترال/ پراګ - د پاکستان امنیتي او حکومتي چارواکي وايي چې په سلګونو سخت دریځي د شنبې سهار وختي د افغانستان له خاورې ور اوښتي؛ د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر پوستو او ملکي تاسیساتو یې بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۳۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل اورپکي د شنبې په سهار څلور بجې ور اوښتي ول.

پولیس وايي د وسله والو شمېر له ۴۰۰ زیات وو.

د چترال د سکاوټ مشر کرنل هارون الرشید له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې په دې برید کې ۲۶ د سکاوټ سرتېري او ۱۰ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې سخت دریځي د افغانستان له نورستان ولایته ور اوښتي او په چترال کې یې د چترال سکاوټ په نوم ملېشه ځواکونه او همداراز، څو تنه ملکیان وژلي دي.

ځېنې سرچیني وايي په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د دوی په وینا، دا برید د ارندو په سرحدي کلي کې شوی چې افغانستان ته خورا نېږدې دی.

له دې حملې وروسته، سخت دریځو پولې ته نېږدې په نورو سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړل او جګړې څو ساعته دوام وکړ.

د پاکستان یوه امنیتي مقام د چترال د ارندو د سیمې د حملې په اړه وویل چې سخت دریځو د درنو وسلو په وسیله حمله وکړه او د هاوانونو ګولۍ یې وویشتلې چې په نتیجه کې یې مرګ ژوبلې پېښې شوې.

په سیمه کې تر ټولو جګپوړي دولتي مقام رحمت الله وزیر وویل، ټولټال۱۵ تنه، چې ډېری یې پوځیان دي، وژل شوي خو په سیمه کې یوه پوځي چارواکي د تلفاتو شمېر ۱۲ تنه وښود.

وزیر وویل چې سخت دریځو حمله کوونکو ته هم مرګ ژوبلې اوښتې دي خو ده د طالبانو د مرګ ژوبلو شمېر ونه ښود.

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یو بل ډزې او په دې ډول حملو کې د سخت دریځو رول سبب شوی چې د دواړو هېوادونو چارواکي پر یو بل اعتراضونه وکړي.

پاکستان وايي چې ناټو او د افغانستان دولت باید د هغو پاکستاني طالبانو مخه ونیسي چې په پاکستان کې له حملو وروسته د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې پناه اخلي؛ خو افغانستان په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان پوځ او ملېشه ځواک د افغانستان پر کلیوالي سیمو د درنو وسلو په وسیله پر حملو تورن کړی او احتجاجونه یې کړي دي.

ځیني کارپوهان وايي چې پاکستاني طالبان د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته اوړي او هلته د خپلو متحدانو په مرسته ځانونه بیا تنظیموي چې په پاکستان کې بریدونه وکړي.

دوی په هغو سیمو کې پناه اخلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان پکې ځای پر ځای دي.

د سږکال د جولای په میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني طالبانو په بر دیر کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر پوستو برید وکړ او ۴۵ تنه یې ووژل.

دا برید په داسي حال کې شوی چې پاکستان، افغانستان او امریکا راتلونکې میاشت په واشنګټن کې د سولې او پخلاینې پر پروسې مهمه غونډه کوي.

په دې غونډه کې به د افغان طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو په باب بحث وشي.

د رپورټ په جوړولو کې د مشال راډیو غلام غوث او د ازادۍ راډیو عصمت الله څاروان مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG