د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې عملیات روان دي


په کراچۍ کې د عملیاتو پر مهال رېنجرز سرتېري یو مشکوک کس په موټر کې کېنوي
په کراچۍ کې د عملیاتو پر مهال رېنجرز سرتېري یو مشکوک کس په موټر کې کېنوي
ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ
- د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې له تېرو درو ورځو راهيسې د لټون عمليات دوام لري ـ

د سېند حکومت وايي په دې عملياتو کې يې تر اوسه ۱۶۵ کسان نيولي دي.

د جمعې په ورځ، د ښار په ځېنو نورو برخو کې هم عملیات پیل شوي دي.

د دې عملیاتو د جاج اخیستلو په موخه په کراچۍ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته وویل چې وران کاري چې هر چېرې وي نیسي به یې: (( زه تاسو ته دا وایم چې په کراچۍ کې که هر چېرې مجرمان وي موږ به یی لټه کوو. ما هغه ورځ هم ویلي وو چې هغوی به موږ د قانون منګولو ته سپارو.))


اخوا سېند حکومت د رېنجرو امنیتي ځواک ته د پوليسو مساوي ورکړل شوی واک تر درو میاشتو نور غځولی دی.

په کراچۍ کې له مودې راهیسې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.

د دې پېښو پر مهال له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې په کې څلور پولیسان هم شامل ول.

تېره اوونۍ، د پولیسو پر ګاډي د وسله والو په برید کې ۲۵ پولیسان ژوبل شوي هم ول.
XS
SM
MD
LG