د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې غلو پنځه تنه وژلي دي



نقیب الله متونوال- خوست

د افغانستان د پکتيا ولايت ځايې چارواكي وايې، چې د پكتيا په جاني خيلو ولسوالۍ كې د غلو د يوې وسله والې ډلې له خوا پينځه تنه وژل شوي، چې دا مهال يې جسدونه د پکتيا د څمكنيو ولسوالۍ په روغتون كې ايښي دي.

دوې اوونۍ وړاندې د پکتیا د ولایت کې پینځه تنه تښتول شوي وو، چې د چارواکو په خبره په تښتول شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده. چې درې تنه يې د کورمي ایجنسۍ اصلي اوسېدونکي او پاتې دوه تنه يې د افغانستان د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالې دي.


د څمكنيو ولسوال سعادت خان وايې، چې په وژل شويو كې يوه ښځه هم شامله ده. د دوى په خبره دا كسان هغه مهال ووژل شول، چې كله يې تښتوونكو له كورنيو څخه پيسې وغوښتې او په وينا يې د پيسو په نه رسېدا سره واړه تښتول شوي كسان ووژل شول.

د څمكنيو ولسوال سعادت خان زياتوي، چې وژل شوي كسان د خيبر پښتونخوا پاړا چينار سيمې اهل تشيع اوسيدونكي دي چې دوې اونۍ وړاندې خپلو كورونو ته په لاره د څمكنيو په ولسوالۍ كې يوې وسله والې ډلې وتښتول.

ولسوال دا هم وايي، چې د انسان تښتونكو د نيونې په موخه يې پلټنې پيل كړي، چې په وينا يې په نږدې راتلونكې كې به دا وسله واله ډله ونيول شي.

دوې اوونۍ وړاندې د پکتیا د ولایتي شورا مشر ښایسته جان احدي، و يلي وو، چې پینځه تنه تښتول شوي دي، چې په تښتول شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده.، چې درې تنه يې د کورمي ایجنسۍ اصلي اوسېدونکي دي او پاتې دوه تنه يې د افغانستان د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالې دي
XS
SM
MD
LG