د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتوخوا له مرکزي حکومته د بجلۍ خپله ګټه غوښتې


د خیبر پښتونخوا تربیلا ډیم په پاکستان کې د بجلۍ پیدا کولو یوه سرچینه
د خیبر پښتونخوا تربیلا ډیم په پاکستان کې د بجلۍ پیدا کولو یوه سرچینه
د خيبر پښتونخوا د ټولو سياسي ګوندونو یوې استازې جرګې په خپل یوه پرېکړه لیک (قراداد ) کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې د بجلۍ د ګټې پیسې دې بې له ځنډه ورکړي.

دوی وايي چې د سږ کال تر جون میاشتې پورې د بجلۍ ګټه دوه سوه اته پنځوس اربه روپۍ ته رسېدلې ده او پکار ده چې مرکزي حکومت دا پیسې د خیبر پښتوخوا حکومت ته پر وخت وسپاري.


په دې اړه د پښتونخوا د اطلا عاتو وزیر میا افتخار حسین وايي چې ټولو سیاسي ګوندونو په یوه متفقه قراداد کې له مرکزي حکومته د خپلو پیسو غوښتنه کړې او دده په خبره چې ټول ګوندونو د خپلو حقونو د اخیستو لپاره یوه خوله دي.


ددي قرارداد په ترڅ كي به له وړوکي اختروروسته د خیبر پښتونخوا د ټولو سیاسي ګوندونو یوه نماینده جرګه د وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي په مشري له وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني سره ملاقات کوي.
XS
SM
MD
LG