رویټرز خبري اژانس د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د قرارداد مسوده ترلاسه کړې چې پکې د شام د ولس مشر بشار الاسد ، ۲۲ نورو سوریایانو ، او د هیواد د ملي استخباراتو خلاف د بندیزونو ذکر شوی دی .
د ملګرو ملتونو او د اروپايي ټولنې ډلې هیله من دي چې دا قرارداد به د رایه اچونې لپاره ډیر زر د امنیت شورا د پنځلسو غړو هیوادونو مخې ته کیږدي.
دا ممکنه بندیزونه د ( دمشق ) له خوا په تیرو پنځو میاشتو کې د ولسواکۍ غوښتونکو مظاهره کونکو خلاف د زور د استعمال غبرګون ګڼل کیږي.
ملګري ملتونه وايي دتشدد په دغو پېښو کې نژدې ۲۲۰۰ ولسي کسان وژل شوي دي .