د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشکوکه ډرون بریدونو ۴ مشکوکه وسله وال وژلي دي


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

دپاکستان استخباراتي چارواکي وايي یوې مشکوکې امریکايي بې پایلټه الوتکې د دوه شنبې په ورځ دافغانستان پولې ته نږدې داورپکو دتسلط لاندې په سیمه کې په بمبارۍ کې څلور مشکوکه وسله وال له منځه وړي.

پاکستاني چارواکي وايي دوو توغندیو د اورپکو یو موټر د شمالي وزیرستان د میرعلي ښار ګوټي سره جوخت په نخښه کړ.

یاده شوې سیمه د سراج الدین حقاني ډلې د القاعدې چې د چیچنو او ازبکو په ګډون بهرني اورپکي ورسره مله دې او د تحریک پاکستان طالبان د اورپکو یو ټینګ مرکز بلل کېږي .

امریکايي بي پایلټه الوتکې په بیا بیا په سیمه دا ډول بمباري کوي او په ظاهره دپاکستان حکومت ددغو بریدونو مخالفت کوي.خو په افغانستان کې مېشت نړویال ځواکونه او افغان حکومت ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې اورپکي روزل کېږي او له دغه سیمه پر افغانستان د بریدونو لپاره ورځي.
XS
SM
MD
LG