د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سټراس کان پروړاندې روان کېس ښايي پای ته ورسي


د پیسو د نړیوال صندوق IMF د پخواني مشر ( ډومینک – سټراس کان ) د جنسي تیري د مقدمې څارنوال له قاضي غوښتي چې دهغه پر وړاندې روانه دوسیه دې ختمه کړي.

دا خبره د هغه ښځې وکیل کینیت ـ تامسن کړېده ده چې د ادعا لري پر دې جنسي تېری شوی دی.نوموړي په دوه شنبه په نیویارک کې د ( مېنهېټن ) ایالت د څارنوال ( سایرس ـ وینس ) سره سره لیدلي پر هغه یې تورلګولی چې د ده موکل ته له حق ورکولو نه انکار کوي چې د جنسي تېري په کېس کې انصاف ورسره وشي.

د ګیني د دغه کډوالې د جنسي تېري تورونه اله تر پوښتنو لاندې راغلل چې ویل کېږي دې په امریکا کې د پناه اخیستلو په درخواست کې درواغ ویلي وو.

سټراس کان به نن عدالت ته وړاندې شي او اټکل کیږي چې عدالت به دهغه دوسیه ختمه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG