د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م اسد ګرم ګرځولی چې پر مخالیفینو تشدد نه بندوي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شام پر ولس مشر بشار الاسد نیوکه کړې چې دده په مخالفینو د پوځ د حملو په مخ نیوي کې پاتې راغلی.

نوموړی وايي بشار الاسد ورسره په ټیلي فون خبرو کې ژمنه کړې وه چې پوځي او امنیتي عملیات به پای ته رسوي.

بانکي مون زیاته کړه : د نړۍ اکثرو مشرانو د ښاغلي اسد نه دا غوښتنه کړې ده چې د تشدد د پېښو مخ نیوی دې وکړي.

دنوموړي دا څرګندونې دملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شام په حالاتو دوه ورځنۍ بیړنۍ غونډې پرمهال مخې ته راغلي .

دغې غونډې ته د وینا پرمهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دشورا کمیشنر ( نیوي – پیلی ) وویل شام کې په تیرو پنځو میاشتو کې د پوځ له خوا د تشدد په پېښو کې د دوه زره دوه سوه نه زیات کسان وژل شوي دي..

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG