د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمندیانو یو طالب کمندان په کاڼو ووژلی


افغان ملي پولیس په هیلمند کې
افغان ملي پولیس په هیلمند کې
ژباړه: فرخنده وزیر-پراګ
امریکایې ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکی ، د افغانستان په هلمند ولایت کې خلکو د وسلوالو طالبانو یو کمانډر وژلی، او د افغان چارواکو د خولې لیکی ، خلک به نور د وسلوالو طالبانو ظلمونه برداشت نه کړي .د دې مقالې مهمې خبرې د فرخنده وزیر نه اورو.
نیویارک ټایمز کې رې ریویره او تیمور شاه لیکي، د افغانستان په یو کلي کې خلک راپاسیدل او د وسلوالو طالبانو یو کمانډر یې وواژه.
د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې خلکو له هغې وروستو یو طالب کمانډر د خپل ساتونکي سره په کاڼو وژلی، کله چې وسلوالو طالبانو د دغه کلي یو ۶۰ کلن مشر پر دې ووژو ، چې دې د حکومت سره مرسته کوي.
افغان چارواکی وایې دا د طالبانو د هغه ظلمونو عکس ال عمل دې چې په افغانانو یې کړي دي. د هلمند ګورنر ویاند داود احمدي وایې، خلک به نور د وسلوالو طالبانو ظلمونه برداشت نه کړي، او دوي چې کله هم ظلم کوي ، نو لاس به یې نیول کیږي.
دغه پیښه له هغې وروستو شوې، کله چې د افغانستان شمال شرقي ولایت کونړ کې وسلوالو طالبانو د افغان ملي پوځ دوه کسان هغه مهال ووژل، کله چې دوی په رخصتۍ کورونو ته روان وو.
لیکوالان وایې، دغه دواړه پیښې د یو بل سره څه تړاو نه لري، خو دا خبره څرګندوي ، چې په دغه هیواد کې یاغي توب سره له دې هر ځایې رامنځ ته کیدای شي، چې نیټو چارواکي وایې، په افغانستان کې په لومړي ځل په تیرو پنځو کالونو کې د تشدد په پیښو کې کمې راغلی.
د نیټو یو ویاند کارسټن جیکوبسن وایې، د پروسږ کال په هم دې ۱۶ اونیو کې د دښمن له لوري په حملو کې ۱۲ وارې کمی راغلی. نیټوچارواکي زیاتوي په عمومي توګه په دغه هیواد کې د تشدد په پیښو کې زیاتوالې راغلی، خو زیاتوی د تیر کال په نسبت سږ کال په یو شمیر سیمو کې حالات یو څه ښه شوي دي.
ورځپاڼه د هلمند د ناوه کلي د یو مشر حاجی احمد شاه خان د خولې لیکي، د وسله والو له لاسه د ده په فکر په ناوه کلي کې د هغه په ګډون هیڅوک هم خپل ځان محفوظه نه ګڼي. احمد شاه خان دا هم وایې ، کله چې ستا پلار او ورور یو څوک ستا په وړاندې ووژني ، نو دغه بیا په خلکو کې مزاحمت پیدا کوي.
XS
SM
MD
LG