د لاسرسي ځای

تازه خبر

سردار حسین بابک په برید کې ژوبل شوی دی


د خيبر پښتونخوا د تعلیم پر وزیر سردار حسین بابک برید شوی دی.

د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، بابک بېګا نا وخته له بونیره پېښور ته روان وو چې نا مالومه وسله والو د بونیر د چينګلۍ له کلي سره د ده پر موټر ډزې وکړې. په دې برید کې سردار حسین بابک ژوبل شوی دی.د تعلیم له وزیر سره د ده ساتونکي او یو خپلوان هم په موټر کې ناست ول. تر دې مهاله د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG