د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عمل به بدې نتیجې ولري: بشار


د شام ولسمشر بشار الاسد ویلي د هغه د واکمنۍ مخالفین لا نور وسله وال شوي دي خو دا چې دی باوري دی چې د دې مخنیوی کېدای شي.

د یکشنبې په ورځ د هېواد له دولتي ټیلي ويژن سره د مرکې پر مهال اسد خبرداری وکړ چې که د ده د هېواد پر ضد پوځي عمل وشو نو دا کار به بدې نتیجې ولري. اسد وویل تمه لري چې د فبرورۍ په میاشت کې به د اصلاحاتو تر یوې لړۍ وروسته پارلېماني انتخابات وشي. دا اصلاحات به د ده د بعث له ګوند علاوه به نورو سیاسي ډلو ته هم په انتخاباتو کې د برخه اخیستنې لار هواره کړي. په اسد غربي هېوادونه غږ کوي چې پر مظاهرو د بریدونو له امله دې خپله دنده پرېږدي. په دې بریدونو کې، د ملګرو ملتونو له وینا سره سم، شا و خوا ۲۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG