د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي ځواکونو تر وتو مخکې باید افغانستان چمتو وي


افغان پولیس د زابل په داییچوپان ولسوالۍ کې
افغان پولیس د زابل په داییچوپان ولسوالۍ کې

ژباړه: فرخنده وزیر – پراګ

امریکایې ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، باید اوس د افغانستان د جمهوري او حکومتي ادارو د مضبوطولو لپاره کار وشي، او په دې لړ کې د افغانستان د سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو سره خبرې پیل شي.

په واشنګټن پوسټ کې جان پوډسته، براین کاتولیس او کیرولاین واډمز لیکي، په افغانستان کې که امریکا دا کوشش کوي، چې د دغه ملک ادارې مضبوطې کړي ، او واک افغان ځواکونو ته وسپاري، او داشان اورپکو له ماتې ورکړي، نو د لیکوالانو په خبره پکار ده، چې له سیاستوالو او مدني ټولنو سره خبرې وشي، او د دوي په خبره دغه هیواد په عمومي توګه په یو شمیر ستونزو کې راښکیل دې.

ورځپاڼه لیکي افغانان داسې فکر هم کوي ، د امریکا لپاره د دوي امنیت خوندي ساتل دویم مهم کار دې ، او لومړې هغوي خپلو ګټو ته ګوري.

لیکوالان وایې، دوي ته په تیر نزدو کې کابل ته د خپل سفر په محال یو شمیر افغانانو ویلي، چې د دوي د هیواد کمزورې جمهوری ادارې نزدې دې چې ماتې شي، او که صورتحال هم داسې روان وي، نو ایا بیا به د دوي امنیتي ځواکونه ددې جوګه وي ، چې د خپل ملک حفاظت وکړي او که نه.

لیکوالان وایې، دوي له حکومتي چارواکو، حکومت مخالفو غړو او د مدني ټولنو له یو شمیر کارکونکو سره په کابل کې ولیدل، چې په دې خبره یې زور راوړو، باید امریکا د افغانستان د مضبوطولو لپاره کار وکړي، او دغه هیواد داسې پرې نږدي، چې یو ځل بیا د امنیت له لوی خطر سره مخامخ شي.


ورځپاڼه د افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې د غړو د خولې لیکي، دوي باید افغان ولسمشر حامد کرزي سره بغیر د څه شرطونو سیاسي، او مالي مرستي وکړي، او دوی باید د خپلو زخمونو علاج هم داسې وکړي ، چې حکومتي ادارې مضبوطی کړي، خو زیاتوي ، یوازې په کرزی تکیه کول، او یا هغه د پامه ویستل دواړه به د افغانستان د ثبات او سولې لپاره خطرناک وي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې باید داسې پالیسې خپله شي، چې اداري فساد له مینځه یوسي، د دغه هیواد د سیاسي نظام د ښه کولو لپاره کار وشي ، او د وسلوالو طالبانو سره د خبرو لاره هم پرانستلی شي، او زیاتوي د افغانستان لپاره د امریکا په پالیسۍ کې مهم بدلون ضروري دې.

لیکوالان دا هم وایې ، اول باید د امریکا مقاصد په افغانستان کې په ډاګه کړل شي، او دغه سیاسي مرسته ولري. او دغه خبرې هم واضحه شي، چې په افغانستان کې په لویه کچه هم کیږي ، چې ایا ګنې امریکا د افغانستان له لارې په ایشیا او مینځني ختیز کې خپل واک قایمول غواړي، چې دغې ته د نړیوالو طاقتونو ستره لوبه هم ویل کیږي.

ورځپاڼه لیکي افغانان داسې فکر هم کوي ، د امریکا لپاره د دوي امنیت خوندي ساتل دویم مهم کار دې ، او لومړې هغوي خپلو ګټو ته ګوري.

په افغانستان کې د امریکا نوې ډله ، چې پکې سفیر ریان سي کروکر، او جنرل جان ایلن شامل دي، باید په دغه ټولو خبرو کار وکړي، او د افغانانو اندیښنې لرې کړي، او د یو مضبوط او پیاوړي افغانستان لپاره خپل رول ولوبوي.


لیکوالان جان پوډسته، براین کاتولیس او کیرولاین واډمز وایې، د امریکا ولسمشر باراک اوبامه د افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو یوه ښه فیصله اعلان کړي، د لس کلن جنګ وروستو اوس باید د امریکا پوځ خپل وطن ته ستون شي. او په دې کار وشي، چې څنګ به د دغه هیواد امنیت خوندي ساتل کیږي ، او د کومو لارو نه یې حکومتې ادارې او اقتصاد مضبوط کړل شي، چې دا شان دغه هیواد په خپلو ښپو ودریږي.
XS
SM
MD
LG