د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین لویه دلګژري توکیو برآمدات دي


چین د نړۍ یو له سترو اقتصادي هیوادونو څخه دی
چین د نړۍ یو له سترو اقتصادي هیوادونو څخه دی
په ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کي ليکوال کيت بي ريچبرګ په خپله يوه مقاله کي ليکي که يو خوا د نړۍ اقتصاد له تباهۍ سره مخ کيږي نو بلخوا چين هڅه کوي چي د خپل پيداوار مصرفونکي زيات کړي، د چين چارواکي په دي عقيده دي چي د اسايشي توکیو پيداوار د دوی د ګټي لويه وسيله ده.

زياتره چينيايي وګړي د شيايانو د زيات نرخ له وجي بهر ملکي شيان خوښوي، همدارنګ که څه هم ځیني چارواکي په دي خبره غور کوي چي د اسايشي شيانو نرخونه کم کړي خو د دغه هيواد حکومت په دي لړ کي زړه نا زړه دی او تر دې دمه يي څه پريکړه نه ده کړې.

ليکوال زياتوي د چين مالداره خلک د فرانس څخه برامد شوي د لاسو بيګونه او د ايټلي جوړ سپورټس ګاړي ډير زيات خوښوي.

او د دې له وجې د چين چارواکي د لوي پريشانۍ سره مخامخ شوي.
او دوي په دي بحث کوي چي څرنګه د دي مالداره خلکو اواز ښکته وساتي .

ليکوال د ورلډ لکژري ايسوسيشن يا د اسايشو نړيوالي اداري د مشر د خلي ليکي چين نن سبا د لوي کشمکش سره مخ دي ، نوموړي زياتوي که يو خو ا په مارکيټ کي د چين د اسايشي شيانو د لوړو بيعو لوجي دغه هيواد نور خپل پيداوار نه شي زياتولي نو بلخوا چين خپل پيداوار هم نه شي کمولای ځکه چي د دوي د اقتصاد زياتره انحصار هم په دي باندي دي.
XS
SM
MD
LG