د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اختر خواږه ښايي تر نېټې تېر وي


په پېښور کې د خوږو یو دوکان
په پېښور کې د خوږو یو دوکان


نقیب الله متونوال خوست


که څه هم اخترته نږدې لس ورځې پاتې دي خو په خوست کې د کلچو او کیکونو جوړولو کارخانو یا بیکریو لا له وړاندې د کلچو، مېټایانو او نورو خوږو خوارکي شیانو چې په اخترونو کې ډېر استعمالیږي جوړول پیل کړي او ذخیره کوي یې.


له یوې خوا ګرمي او له بلې خوا د سړو خونو نشتوالي خلک په اندېښنه کې کړي، چې ښایې دا کیکونه او کلچې تراختره خراب شي او خلکو ته د ناروغیو پیدا کیدو باعث شي.

په دې اړه د خوست دوه تنه اوسیدونکي وایې، چې له یوې خوا دا خوراکي توکي په ښواو روغتیایې غوړیوکې نه پخیږي او له بلې خوا که وخت ورباندې تېرشي نو کیدای شي خلک ناروغه کړي.

په خوست کې د کلچو پخولو یابېکریو خاوندان وایې، چې دوی هغه څه اوس نه پخوي چې د خرابیدو وېره یې وي او اوس یوازې هغه کلچې او مېټایانې جوړوي چې ژرنه خرابیږي او ډېروخت ساتل کیدای شي.

د خلکو دا اندېښنې مود خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر عارف تڼي سره شریکې کړې نوموړي وویل چې دوی به یوروغتیایې ټیم د دې بیکریو د څارنې لپاره جوړکړي، چې وخت په وخت له دې بیکریو څخه لیدنه وکړي او په خلکو خراب او غیرې روغتیایې توکي خرڅ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اخترپه رانيږدې کیدو د افغانستان او نورو ولایتونو او ګاونډي پاکستان څخه هم دا ډول خوراکي توکي راوړل کیږي چې د جوړیدو او پای ته رسیدو تاریخ نه لري او نه یې هم وړاندې له وړاندې څارنه او کتنه شوي وي.
XS
SM
MD
LG