د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر د اسراییل د پلټنو هر کلی کړی دی


مصر د اسراییل د هغې ژمنې هر کلی کړی دی چې په کې یې د پینځو مصري امنیتي سرتېرو د وژنې د پېښې د ګډو پلټنو ویلي دي.

مصر دا هم ویلي چې دا کار لا کافي نه دی. د روانې اوونۍ پر مهال د اسراییلي سرحدي پوځیانو په عملیاتو کې پینځه مصري سرتېري وژل شوي ول. اسراییل دا عملیات تر هغې وروسته کړي ول چې برید پر شوی وو او په دې برید کې اته کسان وژل شوي ول. د سرتېرو د وژنې د پېښې په غبرګون په مصري پلازمېنه قاهره کې د اسراییل د سفارت د باندې قهر جن مظاهره چیان ور غونډ شوي ول. او د شنبې په ورځ مصري حکومت ویلي ول چې له اسراییله به خپل سفیر وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG