د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیم جونګ ایل په مسکو کې


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل د شنبې په ورځ روسیې ته رسېدلی دی.

په شا و خوا یوې لسیزې کې دا مسکو ته د نوموړي لومړی سفر دی. د روسیې ولسمشریزه ماڼۍ کریملین وايي کیم به له روسي ولسمشر دمیتري مید وېدېف سره وګوري او په لرې ختیځ کې د سایبیریا په سیمه کې به وخت تېر کړي. کیم به تر یوې اوونۍ په روسیه کې وي. نوموړي تر هغې وروسته دا سفر کړی دی چې په هېواد کې یې سخت سېلاوونه راغلل او امریکا ور باندې د اټومي پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي، نو شمالي کوریا اوس له روسیې اقتصادي مرستې غواړي. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د روسیې او شمالي کوریا اړیکي هم ساړه شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG