د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تاو تریخوالی، اته کسان وژل شوي


په کراچۍ کې د تشدد پېښې دوام لري او تېره شپه په دې پېښو کې د پوليس د څلور سرتيرو په ګډون اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي ـ

له دې تازه وژنو سره سم په کراچۍ کې په تېرو څلورو ورځو کې د وژل شويو شمير اته شپېته ته رسيدلی دی ـ د تاوتریخوالي په پرونیو پېښو کې نامالومو کسانو د سوارلیو څلور بسونه هم سوځواي دي ـ د سند صوبې د کورنيو چارو وزير منظور وسان ويلي دي چې د کراچۍ د صورتحال په اړه نن د امنيتي چارواکو غونډه رابلي او د هغه په خبره په دې غونډه کې به د کراچۍ په ښار کې د عملياتو په اړه وروستۍ پرېکړه کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG