د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود: د وژل شویو شمېر ۴۷ شو


د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د پروني ځانمرګي برید په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمېره اووه څلوېښت ته رسېدلې ده. په دې پېښه کې شاوخوا اویا کسان نور ټپي شوي وو.

بل پلو امریکا او ملګرو ملتونو د دې ځانمرګي برید غندنه کړېده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن په یوه بیان کې ویلي دي چې د روژې په میاشت کې د جمعې د لمانځه لپاره د راغونډ شوو خلکو وژل د قاتلانو د ظلم څرګندونه کوي . دا ځانمرګی برید پرون د جمعې د لمانځه پر وخت د خیبر ایجنسۍ د جمرود په غنډي مدوخېلو سیمه کې په یوه جومات کې ترسره شو. که څه هم د دې خونړي برید پړه چا تر اوسه پر غاړه نه ده اخیستې خو ویل کیږي چې سیمه ییزو قبیلې کوکیخېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخالفت کړی وو نو کېدای شي چې دا د هغه په بدل کې تر سره شوی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG