د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یوګا را ته د ژوند له مشکلاتو سره د مقابلې چل ښودلی'


د هیند په پلازمېنې نوي ډيلي کې یوه ښځه د یوګا تمرین کوي. دا انځور د ۲۰۰۳ کال دی.
د هیند په پلازمېنې نوي ډيلي کې یوه ښځه د یوګا تمرین کوي. دا انځور د ۲۰۰۳ کال دی.
ژباړه: مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رويټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان د کراچۍ په جېل کي ښځينه بنديانو ته د يوګا زدکړې ورکول کېږي چې د جېل په ناوړوه ماحول کې يې دوی ته هيلې ور بښلې او پريشانۍ يې ور کمې کړې دي.


رویټرز خبري اژانس د کراچی د ښځو په زندان کې بنديانو ته د يوګا د ګټو کيسه له ۲۴ کالنې صدف پيلوي.

صدف د تښتونې په تور کې په ۱۹۹۸ز کال کې مجرمه ګرځول شوې وه.

که څه هم شا و خوا ماحول نه دی بدل شوی، خو زما ژوند بدل شوی او ددې لپاره د يوګا مننه کوم.

هغه وايي چې د يوګا تر پيلولو وروسته يې، په شخصيت کې بدلون راغلی دی. هغه زياتوی اوس ډېره آرامه او خاموشه وي او په ژوند کې يې هيلې راټوکېدلې دي.


ددې په وينا: ((که څه هم شا و خوا ماحول نه دی بدل شوی، خو زما ژوند بدل شوی او ددې لپاره د يوګا مننه کوم.))


يواځې د صدف نه، بلکې د ټولو ښځينه بنديانو لپاره د يوګا پروګرام پيل شوی دی.


یاسمين عارف هم له تيرو درو کالونو راهیسې په جېل کې ده، او يوګا کوي.دا وايي: ((يوګا ذهني آرام راکړی او ټولې پريشانۍ يې را ختمي کړې دي.))

د مراکش په پلازمېنه رباط کې یوه ښځه د یوګا د تمرین په حال کې

د دې په خبره: ((له کله چې مې يوګا شروع کړې، له هغې راهيسې مې زغم زيات شوی او د يوګا له لارې مې زده کړل چې څنګه په پريشانۍ او غوسه قابو میندل کېدای شي!!))


د بنديانو لپاره د يوګا د زدکړې پروګرام عایشه چاپړا شروع کړی دی. نوموړې يوه سماجي مبارزه وه چې په کاناډا کې يې ژوند کاوه، خو تر طلاقېدو وروسته، پاکستان ته ور ستنه شوې ده.


تر بيرته ورتګ وروسته، عایشه چاپړا د ځان د مصروفولو لپاره د يو کار په لټون وه او بالاخره يې د يوګا د پيلولو پرېکړه وکړه.


دې رویټرز خبري اژانس ته ويلي چي يوګا دې ته نوی ژوند او اطمينان ورکړې. د دې په وينا، يوګا د دې د دردونو درمان وه؛ نو ځکه يې فکر وکړ چې ولې د يوګا له لارې د نورو خلکو پر ټپونو پټۍ کېږدي.


د نوموړې په خبره، دې په زندان کې د بندي ښځو لپاره د يوګا پروګرام د پيلولو وړانديز وکړ؛ چې چارواکو په ډېره جذبه او شوق سره و مانه.


د جېل يوې چارواکې او منتظمې شيبا شاه رویټرز ته ويلي چې د يوګا له وجې د بندي ښځو پريشانۍ کمې شوي؛ او د دوی په رويه کي مثبت بدلون راغلی دی.


د عایشه چاپړا شاګردانې وايي چې يوګا د دوی د نني او راتلونکي ژوند لپاره ډېره مهمه ګرځېدلې ده.


د دې يوه شاګرده صدف چي يوه مياشت وروسته به له زندان ووځي وايي: ((چي کله له زندان وځم نو د يوګا له لارې مې د ورځني ژوند له مشکلاتو سره د مقابلې طريقې زده کړې دي.))
XS
SM
MD
LG