د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د بشري حقونو رپورټ نړیوالې شورا ته نه دی ورکړی


د پاکستان په لاهور کې ښځې د دوی پر ضد د تاو تریخوالي په غبرګون په ۲۰۱۰ز کال کې د نومبر په میاشت کې مظاهره کوي. په دې هېواد کې د عورت فاونډېشن په رپورټ کې هم د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي رپورټ ورکړل شوی وو. په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسون هم د دې هېواد د بش
د پاکستان په لاهور کې ښځې د دوی پر ضد د تاو تریخوالي په غبرګون په ۲۰۱۰ز کال کې د نومبر په میاشت کې مظاهره کوي. په دې هېواد کې د عورت فاونډېشن په رپورټ کې هم د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي رپورټ ورکړل شوی وو. په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسون هم د دې هېواد د بش
مجید بابر خان، مشال راډیو


پراګ
- د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لوړ پوړو چارواکو د دې هېواد د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) قایمه کمېټۍ ته ویلي چې د بشري حقونو وزارت تر دې مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته هغه لازمي رپورټ نه دی ورکړی چې په دې شورا کې د غړیتوب لپاره اړین وي.

پاکستان د دې شورا په ۴۷ غړیو کې یو دی.

پاکستان غواړي د خپلې څوکۍ تر مودې (چې په ۲۰۱۲ز کال کې به پوره کېږي)، وروسته په ټاکنو کې برخه واخلي.

په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونه کې د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ ککړ ملوثه دی.

په دې ټاکنو کې، پاکستان هغه وخت برخه اخیستی شي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې شورا (یو این ايچ آر سي) ته په هېواد کې د تاو تریخوالي د پېښو، د سیاسي او بشري حقونو په اړه د تېر کال رپورټ جمع کړي.

دا چې پاکستان ولې دغه رپورټ تر اوسه نه دی برابر کړی؟ د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون د خیبر پښتونخوا مشر شېر محمد خان، وايي: (( چونکه په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونه کې د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ ملوثه دی؛ او په دې لړ کې یو شمېر نړیوالو ادارو هم دغه ادارې تورنې کړې دي؛ نو ځکه، که څه هم دا مهال، په پاکستان کې جمهوري حکومت دی خو نشي کولای چې ملګرو ملتونو ته هغه څه و وايي چې ريښتیا دي.))

د پاکستان په پارلېمان کې د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ مشر ریاض فتیانه رسنیو ته ویلي دي چې په هېواد کې دننه ډېر قوانین د بشري حقونو پر ضد دي.

دی وايي دا د بشري حقونو په شورا کې د غړیتوب د تر لاسه کولو په لار کې تر ټولو لوی خنډ دی.

فتیانه زیاتوي، په دې لړ کې هغه حکومتي چارواکي چې کار کوي، هغوی ((غافله)) دي او خپله دنده په ((سم ډول نه تر سره کوي)).

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني مشاور، مصطفا نواز کوکر وايي: (( د دې رپورټ د جمع کولو وروستۍ نېټه د روان [میلادي کال] د اکتوبر په میاشت کې ده. د دې یوه خپله طریقهء کار ده. په دې ترځ کې، تېر کال [۲۰۱۰] د بنګلا دېش په پلازمېنه ډاکه کې د غړيو هېوادونو غونډه شوې وه. په دې کې د پاکستان د بشري حقونو د وزارت چارواکو هم ګډون کړی وو؛ او د رپورټ د جمع کولو طریقهء کار هم بشپړه شوې ده.))

کوکر وايي چې د هغه مشاورتي غونډې په رڼا کې اوس دغه رپورټ برابروي.

دی وايي، په اکتوبر کې به یې ملګرو ملتونو ته ورکړي.

کوکر دا رده کړه چې ګواکې پاکستان د رپورټ تر نېټې ځنډېدلی دی او وروسته پاتې شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو شورا ۴۷ غړي، هر درې کاله وروسته د ملګرو ملتونو عمومي جرګه (جنرل اسمبلي) ټاکي.

په دوی کې اته غړي له امریکا، او جزایر غرب الهند، ۷ له مغربي اروپا، ۱۳ له افریقا، ۶ له ختیځې اروپا، او ۱۳ له اسیا وي.

څېړونکي وايي چې که پاکستان دا رپورټ جمع نه کړ، او له دې شورا ووت، نو دا به په نړیواله سطح پاکستان یواځې او بې مخه کړي.
XS
SM
MD
LG