د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل برید، پینځه ساعته جګړه، نهه وژل شوي


کابل: امنیتي چارواکي د برېتانیې د فرهنګي دفتر د باندې یو ژوبل شوی برېتانیوی د طبي مرستو لپاره وړي.
کابل: امنیتي چارواکي د برېتانیې د فرهنګي دفتر د باندې یو ژوبل شوی برېتانیوی د طبي مرستو لپاره وړي.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

کابل
- د افغانستان په پلازمېنې کابل کې وسله والو د برېتانیې پر فرهنګي دفتر برید کړی دی.

په پېښه کې، لږ تر لږه، نهه کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي د جمعې پر سهار، یوه ځانمرګي برید کوونکي لومړی د برېتانیې له فرهنګي دفتره د باندې، په چاودېدونکو موادو بار موټر وچاوه؛ او تر دې وروسته دویم ځانوژونکی ودانۍ ته ننوت او چاودنه یې وکړه.

تر دې چاودنې وروسته، پولیسو له یو شمېر وسله والو سره تر پینځو ساعتونو جګړه کړې ده.

د وسله والو کره شمېر نه دی مالوم.

په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه، ایساف، وايي د نښتې پر مهال، بهرنیو ځواکونو هم له افغان ملي پولیسو سره مرسته کړې ده.

په کابل کې د برېتانیا سفیر وايي، جګړه پای ته رسېدلې ده او ټول وسله وال وژل شوي دي.

په لندن کې د برېتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې ټول انګلیس اتباع اوس په امان کې دي، او له هیڅ ګواښ سره نه دي مخامخ.

پولیسو مخکې ویلي ول، په دې برید کې لږ تر لږه یو بهرنی وژل شوی دی او نور ټول وژل شوي، افغان پولیسان دي.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG