د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان " سرکښه مېډیا"


د پاکستان پخوانی پوځي صدر جنرال پروېز مشرف په ۲۹ نومبر ۲۰۰۷م کال ټیل،یژني وینا کوي.
د پاکستان پخوانی پوځي صدر جنرال پروېز مشرف په ۲۹ نومبر ۲۰۰۷م کال ټیل،یژني وینا کوي.


د پاکستان دي ډيلي ټائمز ورځپاڼې د پاکستاني ميډيا په اړه مقاله ليکلې چې وايي دومره زورور ده، چې و غواړی زورور شخصيتونه لاندي را پرزوي او له سزا هم بچ پاته شي.
د پاکستان د انګريزي ژبي ورځپاڼه دی ډيلي ټائمز ليکوال ډاکټر محمد تقي ددې هیواد د ميډيا د زور په حقله وايي چي دومري زور پکي دی چي و غواړي نو د يوه خبر، تصوير، ږغ يا د ويډيو يوه وړوکي برخي په خپرولو سره زور زور خلک لاندی را وپرزوي.او نتيجه دا وي چي دا ميډیا له سزا هم خلاصه شي.
د ليکوال په وينا د ميډيا مالکانو له ځانه خدايان جوړ کړي دي او له ميډیا سره تړلي شخصيتونه د خپل زور په استعمالولو سره خپلي خبرې د قران حرف ګڼي او بې له دې ويري چي خلک به ورسره اختلاف وکړي خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
دده په وينا په پاکستان کي د وکیلانو د تحريک وروسته ميډیا په خصوصي توګه ټيلي ويژنونو د خپل زور له لاري يو ډول بدمعاشی شروع کړې وه او هرچاچي د دوی له سوچ سره اتفاق نه کولی هغه ته به یې لغته ورکوله.
ليکوال وايي، چې د پاکستان په ميډیا کې ځينې داسې ليکوالان هم پيدا شوي دي چې په ظاهره يی د لبرالانو جامې اغوستي دي. دوی د سکیورټي اسټبلشمنټ سوچ د ښارونو دمتوسطې طبقې په هغو ځوانانو کي خوروي چي د ضیاوالحق له واکمنی راهيسي وار له مخه د رياست تر کنټرول لاندی د تنګ نظره نصاب تر اثر لاندي دي.
ليکوال بيا د پاکستان په ميډیا کی د موجوده ځيني کسانو لپاره د ټيلي وينجنسټ اصطلاح استعمالوي یعني هغه کسان چي د ټيلي ويژن له لاري مذهبي تبليغ کوي.
دی وايي، دا هغه کسان دي چي د ښار په متوسطه طبقو کې پيدا کيدل د يو سند په توګه استعمالوي او په هغو خلکو کي نفوذ کوي چي لا تراوسه په کي روايتي مذهبي تبليغیانو لاره نه ده جوړه کړې ده.
ليکوال ډاکټر محمد تقي وايي پاکستان چي د ډير زورو او ښه سياسي تحريکونو يو تاريخ لري خو په دې هيواد کي د فکر جوړونکو مشرانو د يو متبادل سوچ د خپرولو په برخه کی د سماجي ميډيا په ښه توګه په استعمالولو کي پاتې راتلل مايوسه کوونکی دی.
XS
SM
MD
LG