د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې لیبیايي یاغیانو خپل سفارت پرانیستلی


د ليبيا حکمران معمر قذافي پرضد د ياغيانو يو سفارتکار په رسمي توګه د امريکا سرښار واشنګتن کې خپله سفارت خانه بیرته پرانیستله.

سفارتکار علی اوجلي چې پخوا د قذافی سفير وو خو په فبروری مياشت کې له حکومته بيل شوی وو، اوس د چارشنبي په ورځ سفارتخانه بیرته خلاصه کړه. سفارتخانه د عبوری قامی شوری په نامه خلاصه شو ې ده چې امريکا یې رسمي حيثت منلی وو.

بلخوا د ليبيا سرښار تريپولي نه ۵۰ کلوميټر لری د زاوي ښار د تيلو تنصاباتو کنټرول ترلاسه کولو لپاره د ياِغيانو او د قذافی ځواکونو ترمينځ جګړه روانه ده.

رپورټونه وايي که چری ياغيان د زاوي ښار کنټرول ترلاسه کولو کې بريالي کيږی نو تريپولي به ګير چاپير د ياغيانو په ولکه کې راشي او ناټو به د هيواد شمالی سمندر کنټرول واخلي.

د ناټو ځواکونو د مارچ مياشت راهسي په ليبيا د ملګرو ملتونو نه الوت سيمي امر عملی کولو لپاره عمليات پيل کړی دي چې د قذافی ځواکونو د بريدونو نه ولس خوندي وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG