د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي تګ ولې افغانان وار خطا کوي؟


لیکوالان: ران موریو، او سمیع یوسفزی

سرچینه: دي ډېلي بیسټ

ژباړه: مشال راډیو



په دي ډیلي بیسټ نومي ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره شوې ده چې په کې دا پوښتنه شوې ده چې د افغان ولسمشر حامد کرزي تګ ولې افغانان ویروي؟ مقاله لیکي دا خبره د افغانانو مغزو ته ځکه پرېوتې ده چې د حامد کرزي ملګرو هم ویلي نوموړی به په درېیم ځل به انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

په دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه کې لیکل شوي، تېره اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي یو حیرانووکی اعلان وکړ او و یې ویل دا اراده نه لري چې په ۲۰۱۴ز کال کې به په درېیم ځل انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

که څه هم د اساسي قانون تر مخې، کرزی په درېیم ځل د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نشي ودرېدای خو داسې ګنګوسې وې چې ولسمشر کېدای شي د هېواد قوانین بیا ولیکي او د کاندیدېدو په لار کې خنډونه به لرې کړي.
هغه هره ورځ دفتر ته راځي، او تر ډېرو ساعتونو کار کوي. خو داسې ښکاري چې زړه یې کار ته نور نشي.

په ورځپاڼه کې لیکوالان لیکي په ۲۰۰۹ز کال کې حامد کرزی تر انتخاباتو وروسته د درغلی په تور تورن شو او ډېر انتقاد ور باندې وشو.

د حامد کرزی یوه ملګري د مقالې لیکوالانو ته ویلي، حامد کرزي ((د دفتر لپاره خپله جذبه له لاسه ورکړې ده.))

دی وايي ((هغه هره ورځ دفتر ته راځي، او تر ډېرو ساعتونو کار کوي. خو داسې ښکاري چې زړه یې کار ته نور نشي.))

د کرزي یو بل ملګری چې په پخوانۍ کابینې کې وو، وايي ((داسې ښکاري چې هغه له قبایلي مشرانو سره په ماڼۍ کې د خبرو پر مهال له هغوی لرې دی او له هغوی شلېدلی دی.))

په ورځپاڼه کې لیکل شوي د جولای په میاشت کې د حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزی، او بیا د روزګان پخوانی والي جان محمد خان، چې د کرزي ملګری هم وو، ووژل شول.

د حامد کرزي دا اعلان چې په انتخاباتو کې به بیا برخه نه اخلي، پاکستان دې ته هڅوي چې له طالبانو سره اړیکي وساتي او پر هغوی د سولې د تړون کولو لپاره فشار وا نچوي.

د حامد کرزي د پخوانۍ کابینې وزیر چې نوم یې نه دی ښودل شوی وايي دې وژنو د حامد کرزي د جدو جهد روحیه کمزورې کړې ده.

دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه لیکي همداسې یوې بلې خبرې چې حامد کرزی یې خپه کړې دی هغه دا ده چې امریکا د ده تر شا د طالبانو له یوه استازي سره خبرې کولې.

ورځپاڼه لیکي د ۲۰۰۹ز کال تر انتخاباتو وروسته، امریکا او نړیوالې ټولنې کرزي ته شا کړه، ځکه چې پر هغه، په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه پورې شول.

په ورځپاڼه کې لیکل شوي دا خبره، چې حامد کرزی به په درېیم ځل د ولسمشرۍ څوکۍ ته و نه درېږي، دا نه یواځې افغان ولس وار خطا کوي بلکې ځېنې ګاونډي هېوادونه هم، په ځانګړي ډول پاکستان.

په افغانستان کې ځېنې کسان له ولسمشر کرزي خوشاله دي، او ځېنې تر خپه دي.

پوښتنه دا ده چې تر حامد کرزي وروسته به څوک راځي؟

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان پوځي جنرالان هم له حامد کرزي دومره خوشاله نه دي ځکه چې د نوموړي له هغو قوماندانانو سره ښه اړیکي دي چې له هیندي پلوه شمالي ټلوالې سره یې تړاو درلود.


دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه د یوه ډېپلوماټ له خولې لیکي چې د حامد کرزي دا اعلان چې په انتخاباتو کې به بیا برخه نه اخلي، پاکستان دې ته هڅوي چې له طالبانو سره اړیکي وساتي او پر هغوی د سولې د تړون کولو لپاره فشار وا نچوي.

ورځپاڼه د ډېپلو ماټ له خولې لیکي، پاکستان دا وېره لري چې کېدای شي یو هیند پلوه سیاستوال لکه ډاکتر عبد اله د افغانستان د مشر په توګه مخې ته راشي.

ورځپاڼه زیاتوي، که د حامد کرزي خوښې ته ولیدل شي نو د ښوونې او روزنې وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ باید د افغانستان د بل ولسمشر د څوکۍ لپاره ودرول شي. که چېرې د نړیوالې ټولنې خوښې ته ولیدل شي نو بیا ډاکتر اشرف غني احمد زی د هغوی ډېر خوښ دی.
XS
SM
MD
LG