د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګر هار اداکارانو خپل مشر وټاکه


په جلال آباد کې د فلمي اداکارانو غونډه
په جلال آباد کې د فلمي اداکارانو غونډه


بازمحمد عابد جلا ل اباد

د ننګرهار د سیینیما اتحاديي په یوه غونډ کې اداکار نجیب الله صادق د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

د دغه اتحاديي د مشورتي بورډ غړی او فلم ډایرېکټر حیدر جلال وايي چې د سینیماګرانو د نوي مشر راتلو سره به یو ځل بیا د ننګرهار سینیما وده وکړي،
(( موږ د نجیب الله صادق صیب نه ډیر امیدونه لرو. ځکه چې درې کاله مخکې هم دا زموږ مسوول و، په هغه وخت کې سناریو ارزیابي کیده، بیا فلم ارزیابي کیدو او بیا به ټولنې ته وړاندې کیدو. په هغه وخت کې چا خودسرانه فلمونه نه شول جوړولای او یا هم داسې فلم چا نه شو جوړولی چې ټولنه دې بد اخلاقۍ ته جذب کړي. خو اوس موږ د ننګرهار سینیماګران خوښ یو چې یو غوره او بااستعداده شخصیت مو د مشر په توګه وټاکه.))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ په ریاست کې د افغان فلم مسوول محمد شاه مجروح هم تمه لري چې د سینیماګرانو د نوي مشر په موجودیت کې به د ننګرهار سیمینا پراختیا ومومي. دی زیاتوي چې کومې ستونزې د اتحاديي مشر ته موږ په ګوته کړي هغې ته به د حل لارې چارې ګورې او کوم وړاندیزونه چې مو ورته کړي هغه به په مشورې سره پرمخ بیایو.

یو اداکار نصیر احمد وايي چې په جلال اباد کې د سینیما نه شتون د فلمونو د جوړولو په لار کې لوی خنډ ګڼي. دی وايي چې کوم فلم په ننګرهار کې جوړیږي نو لس لکه روپۍ پرې خرچه راځي دا چې په ننګرهار کې سینیما او پرډوکشن کمپني نه شته، نو دوی مجبوریږي چې خپل فلم د خرڅ له پاره پاکستان ته یوسي چې هلته یې په دوه لکه روپۍ خرڅوي. دی وايي چې د پښتو فلمونو د ودې له پاره دا هر څه په خپله شخصی قربانۍ تر سره کوي.

د ننګرهار د سینیماګرانو د اتحاديي نوي مشر نجیب صادق وايي چې خپله ټوله توانايي به د فلم جوړولو په لار کې په کار اچوي. دی وايي چې پښتني سینیما اوس د بحران په حال کې ده او زه به په خپل شخصي لګښت خپله فلمي نړۍ له دې بحران څخه راوباسم. دی وايي چې څلور کاله پخوا به چې خارجی کمپنۍ راتلې نو په ننګرهار کې به یې فلمونه جوړول، زه به یو ځل بیا هڅه وکړم چې د ننګرهار د فلمونو کمپنۍ یو ځل بیا همغسې په پښو دوروم.

د یادولو ده چې د تیرو اتو کلونو راهیسې په ننګرهار کې د سینیماګرانو اتحادیه فعالیت کوي چې تر دا مهاله یې ۳۳ فلمونه او ډرامې د پښتنی کلتور په بیلا بیلو اړخونو د ټلویژن او سینیما په پردو د خلکو په وړاندې ایښي دي.
XS
SM
MD
LG