د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: په لسګونه ځانمرګي جاکټونه نیول شوي


د کندهار د ملي امنيت رياست لخوا یوه خبر پاڼه کې وییل شوي کارکؤنکو یې تېره ورځ په کندهار ښار کي ٣٣ دانې د ځانمرګي بريد واسکټونه او زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي چي په ډېر مهارت سره په يوه ټونس موټر کي د کباړي په ګاټونو کي ځاى پر ځاى شوي وه نيولي دي.

د کندهار د ملي امنيت رئېس جنرال محمد نعیم مؤمن نن په ياد رياست کي یوې خبري غونډي ته وويل چي ياد واسکټونه او چاودېدونکي توکي يې تېره ورځ د کندهار او زابل ولايتونو ترمنځ د شهرصفا په سيمه کي ددې ټونس موټر له ٢ تنو چلوونکو سره يو ځاى نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG