د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سیمې په امنیت کې پاکستان متبادل نه ويني.


د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا


د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ويلي چي د نړیوالي ترهګري، د ايټمي وسلو خورولو د مخنیوي او په افغانستان کی د رول لوبولو په ترڅ کي د پاکستان متبادل نه ويني.


په واشنګټن کي په نيشنل ډيفنس يونيورسټي کي د کانګرس غړو، پاليسي جوړونکو او زدکوونکو ته د وينا پر وخت ليون پنيټا وويل چي د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري پيچلي دي.


نوموړي زياته کړه چي امريکا د پاکستان له حقاني شبکې او لشکر طيبه سره اړيکي، امريکايي کارکوونکو ته د ويزو نه ورکولو او د ايټمي وسلو د خورلو په اړه انديښمنه ده.


خو دده په وینا ددې هرڅه سربيره هم امريکا له پاکستان سره د اړيکو ساتلو پرته بله لاره نه لري.


د امريکا د دفاع وزير دا خبري په داسي حال کي کړي چي د دواړو هيوادونو اړيکي د خرابيدو هغه پړاو ته رسیدلي چي په اړه يي ځینو کارپوهانو دا فکر کولی چي نوري به روغي نه شي.

خو اوس چی امريکا په رسمي توګه ويلي چي له پاکستان سره د اړیکو ساتلو پرته بله لار نشته نو دا پوښتنه راپورته کيږي چي که دواړه هيوادونه په يو بل دومري تکيه لري نو بيا څنګه کولی شي د يو بل انديښنی له مينځه يوشي.


هم دا او ورسره تړلي نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کي کوربه عبدالحی کاکړ د سيمي له کارپوهانو بريګيډيئر سعد محمد خان او بريګيډيئر اسد منير سره بحث کړي دي.
XS
SM
MD
LG