د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي دپيټرولو نشتوالی


په ر سر ښار کوټه کې خلک د پټرول اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
په ر سر ښار کوټه کې خلک د پټرول اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي

خدای نور ناصر کوټه

دکوټي په شمول په بیلابیلوسیمو کي ډيری پيټرول پمپونه دپيټرولو دنشتوالي له امله تړل شوي. په ځينو پيټرول پمپونو کي پيټرول شته خوپرې د ګڼي ګوڼي له امله خلک له ډيروستونځوسره مخامخ دي.

دکوټي ښار په منځ کي په يوه پيټرول پمپ چي پرې لویه ګڼه ګوڼه وه. يوه دوویشت کلن ځوان نیازمحمددپيټرولو دنشتوالي په هکله وویل؛ پيټرول خو دومره په مشکل راته ملاوېږي چي له ژونده يې بیزاره کړي يو. په دې فرض روژه کي خپل روزګار راڅخه پاته وي او په لمر څو څوساعته دپيټرول دترلاسه کولولپاره انتظار کوو.

په همدې پيټرول پمپ ولاړ يوه بل کس فیصل خان وايي له تېرو دوو ګنټو په کتار کې ولاړ يم. او کېدای شي یوه ګنټه وروسته مې وار راشي.


پيټرول پمپ ته په لیکه کي ولاړ يورکشه چلوونکی سوچند وايي له ډیره وخته په کوټه کي دپيټرولو همداسې قلت دی. دده په خبره په کوټه کي اکثره وخت په میاشتومیاشتو پيټرول نه وي، بیا دڅه وخت لپاره راشي شي، خوبیا دا دی په لیکو کې ولاړ یو، له تیرو شلو کالوراهیسي زه دلته رکشته چلوم. داڅلورپنځه کاله کېږي چي دپيټرولوهمداسي حال وي. هره ورځ دغرمې تر دوولسو بجو پوري پيټرولو ته انتظار کوو. او له هغه وروسته ته خپله سوچ وکړه چي موږ به څه وګټو. زما خپله نن تر يوساعت زیات وخت وشو. خو دلته ډيرداسي خلک شته چي دوه دوه درې درې ساعته دپيټرولو لپاره انتظار کوي٬٬


بلال نومي يوبل تن بیاوايي هره ورځ يې درې درې ساعته پيټرولوته په انتظار تیرېږي. خو دده په ویناکله بیاداسي هم وي چي ترانتظار باوجودهم ورته پيټرول ملاو نشي.

په پيټرول پمپوباندي ډیری خلکودا تور لګاوو چي له پمپونوڅخه پيټرول په غیرقانوني توګه په ایراني پيټرول خرڅوونکو باندي خرڅيږي. خو دپيټرول مالکان دا تورونه ناسم بولي. اوزیاتوي دپيټرولو شیل نومي کمپنۍ بلوچستان ته دپيټرولو ورکول داحتجاج په توګه بندکړي.

دشیل ددې احتجاج په هکله بیا په بلوچستان کي ددې کمپنۍ يومشرخلیل احمدوايي. هغوی په دې احتجاج کړی چي څوټانکرې یې دکوټي او کراچۍ پرلاره سوځول شوې دي، او ډيری يې وسله والو کسانو له خپل ځان سره بیولې. چي په همدې ددوی کمپنۍ له تيرو څو ورځو راهیسي بلوچستان دپيټرولو ورکول بندکړي.

د ویلووړه ده چي له کراچۍ څخه بلوچستان صوبې ته د دريو لویو کمپنیو پيټرول ورکړل کېږي. چي دشیل په شمول پي ایس او او کالټيکس نومي کمپنۍ دي. په دې برسیره چي په کوټه کي دپيټرولو کموالۍ ترسترګوکېږي، دبلوچستان دبیلابیلوسیمو اوسېدونکي وايي په ټولوسیموکي همدا حال دی.
XS
SM
MD
LG