د لاسرسي ځای

تازه خبر

دامریکا او پاکستان تر منځ نوې لانجه


د امریکا سټیلت الوتکه چې د اسامه بن لادن پر ضد عملیاتو کې راغورزېدلې وه
د امریکا سټیلت الوتکه چې د اسامه بن لادن پر ضد عملیاتو کې راغورزېدلې وه
ژباړه: فرخنده وزیر پراګ
فایننشل ټایمز لیکي، د پاکستان لخوا د هغه هیلی کاپټر چې د اوسامه بن لادن په وژل کیدو کې راپریوتې وو، چین ته یې د ملبې د معاینې اجازت ورکولو سره به د امریکا او پاکستان اړیکې نورې هم خرابې شي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا خبرونه چې پاکستان چین ته دا اجازت ورکړی، چې د هغه هیلي کاپټر د ډانچې معاینه وکړي، چې د روان کال د می په دویمه نیټه د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو په چاپه کې راپریوتې وو، به د امریکا او پاکستان اړیکې نورې هم خرابې کړي.
د دې سره به چین جوګه شي ، چې د سټیلت ټیکنالوجې په اړه نور مالومات هم تر لاسه کړی، او دا وګوري ، چې د جهازونو د جوړولو ددې جدیدې ټیکنالوجۍ چې ریډار یې هم نشي مالومولی ، په امریکا او چین کې څومره فرق لري.
چین چې د خپل لومړي سټیلت جنګی جهازونو د جوړولو معاینه یې کړی، د امریکا د دغه هیلي کاپټر د ملبې نه نور مالومات هم حاصولی شي، چې په پاکستان کې را پریوتې، خو له دغې سره به د امریکا او پاکستان تعلقات لا نور هم خراب شي.
د دواړو هیوادونو اړیکې له هغې وروستو خرابې شوې، چې پاکستان د سي ای اې یو کارکونکې پر دې په جیل کې واچولو، چې د پنجاب په لاهور ښار کې یې دوه کسان وژلي وو.
او له دغې وروستو په پاکستان کې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو سره د دواړو ملکونو تر مینځ به یو بل باور نور هم کم شولو. او له دغې ټولو پیښو سره د دواړو هیوادونو د استخباراتو تر مینځ په ګده کار کول هم د کړکیچ سره مخامخ شول.
ورځپاڼه لیکي، د اسلام اباد او واشنګټن تر مینځ په اړیکو کې تناو راتللو وروستو سپینې ماڼۍ د پاکستان سره د پوځي امداد د ودرولو فیصله وکړه ، او دا چې دوي به اوس د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان رول ته کتنه کوي.
د ۲۰۰۱ کال وروستو امریکا پاکستان ته د ۲۰ بلیونو امریکایې دالرو زیاتې مالي مرستې کړي، خو بیا هم د پاکستان امنیتي ادارو د وسوالو جهادي ډلو لکه لشکر طیبه ، او په شمالی وزیرستان کې اورپکې ډلې حقانی سره خپلی اړیکی نه دی شلولي، او نه یې په افغانستان کې خپل مداخلت بند کړی.
پاکستان چې ایټمې وسله او یو شمیر امنیتی مشکلات لري، د ۲۰۱۴ کال چې له افغانستانه به نړیوال ځواکونه ووځی، د امریکا لپاره یو شمیر مشکلات پیدا کولی شي.
ورځپاڼه زیاتوي، یوازې د پاکستان جمهوري حکومت سره په ګده د کار کولو له وجې دواړه هیوادونه خپل مقاصد تر لاسه کولې شي.
XS
SM
MD
LG