د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي وزیرستان مشکوکه ډرون برید وسلوال وژلي


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
د شمالي وزيرستان په ميرانشاه بازار کي مشکوکه بې پایلټه امريکايي الوتکو د مشکوکه تره ګرو پر يو پټن ځای توغندي توغولي چې پکې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ځايي استخباراتي چارواکو له مخي د بريد د پيښور په وخت نن سهار څلور بجې شوی دی ، عيني شاهیدين وايي له بريد وروستو وسله والو طالبانو سيمه په خپله ولکه کي اخيستې ده او څوک د پېښي ځای ته نه پريږدي.

ياده دي وي چي په راونه مياشت کي دا په شمالي وزيرستان کي څلورم ډرون بريد دي چي پکي پنځه ديرش مشکوک وسله وال طالبان وژل شوي دي.

شمالي وزیرستان د سراج الدین حقاني ډلې،د القاعدې ،د چینچن او اربکو او ددې تر څنګ د ځايي اورپکو طالبانو ټینګ مرکز بلل کېږي او په افغانستان کې نړیوال ځواکونه او افغان حکومت له دې سیمې لوی سرټکوي چې د دوی په خبره له دغه ځایه مشکوک ترهګر په افغانستان کې پر دوی بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG