د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې یاغیان د دوو ښارونو د نیونې دعوه کوي


د لیبیايي یاغیانو یوه ویاند عبد السلام عثمان ویلي دوی دوه واړه ښارونه په بشپړ ډول نیولي دي.

دی وايي د یوه ښار نوم سورمان دی چې د پلازمېنې طرابلس په غرب کې دی. دویم ښار غیرن نومېږي چې د پلازمېنې په جنوب کې دی. د عثمان په خبره، په زاویه ښار کې هم تېره ورځ، نښتې روانې وې. زاویه له طرابلسه ۵۰ کیلومیټره لرې ښار دی. خو د لیبایي حکومت یوه ویاند بیا دا دعوې رد کړې دي. هلته لیبیايي مشر معمر قذافي پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د یاغیانو په ولکه کې د نیول شویو سیمو د ازادۍ لپاره دې د جګړې تیارۍ وکړي. نوموړي تېره ورځ دا خبره په یوه غږیز پیغام کې وکړه چې د لیبیا پر ټیلي ویژن خپور شو: ((بمبارۍ به پای ته ورسېږي او د خلیج خره به هم ختم شي او د لیبیا خلک او فاتح انقلاب به پاتې شي. تل پر مختګ کوئ. مزاحمت وکړئ. خپلې وسلې را واخلئ چې لیبیا له غدارانو ازاده کړئ. د میلیون کسانو د مارچ یا لاریون لپاره تیار شئ چې ځمکه پاکه کړئ. دا خالصه ځمکه، دا زموږ د پلرو، نیکونو ځمکه.)) تر ډېره وخته یاغیانو په لیبیا کې پر مختګ نه وو کړی خو په دې وروستیو ورځو کې یې پرمختګ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG