د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صومالیا لپاره ټول پړ دي


د بشري حقونو د څار اداره وايي په صومالیا کې ټولې خواوې له نړیوال قانونه د جدي سرغړونې لپاره پړې دي.

د هیومن رایټس واچ په رپورټ کې چې نوم یې دی ((تاسې نه پوهېږئ چې څوک تورن کړئ)) وايي د صومالیا په جګړې کې ښکېلې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو پر ضد نا وړه چلند ودروي او باید دا باوري کړي چې صومالیانو ته مرستې ورسېږي. د بشري حقونو د څار اداره وايي وسله واله اسلامپاله ډله الشباب، صومالیاوي حکومت، د افریقايي ټولنې سوله ساتي ځواکونه، او ګاونډي هېوادونه کینیا او ایتوپیا ټول د صومالیاوي وګړو د خراب برخلیک لپاره تورن دي. رپورټ وايي صومالیاوي حکومت باید د بشري حقونو لپاره خپل ریکارډ سم کړي. د فیډرالي حکومت یوه ویاند دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی د بشري حقونو لپاره ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG