د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دویمې نړیوالې جګړې ۶۶مه کالیزه


جاپان نن په دویم نړیوال جنګ کې د ماتې خوړلو ۶۶ کالیزه لمانځلې ده.

په ټول هېواد کې په دې ترځ کې غونډې شوې دي او په پلازمېنې ټوکیو کې د پاچا په مشرۍ کې غونډه شوې ده. د اوسني پاچا اکي هیتو پلار په ۱۹۴۵ز کال کې په غیر متوقع ډول پر راډیو وینا وکړه او ویې ویل چې و یې نشو کولای چې جګړه وګټي. نن په یاد غونډه کې پاچا اکي هیتو د وژل شویو لپاره دوعا وکړه، او د سولې هیله یې څرګنده کړه. په دې غونډه کې وزیر اعظم ناو تو کان هم موجود وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG