د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریا تازه حال


رپورټونه وايي چې د ټانکونو په مرسته پوځیان د سوریا، د حمص ولایت یو شمېر ښارونو ته ننوتي دي او هلته نن د ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

د حقونو دوه ډلې وايي ټانکونه د حوله ښار ته ننوتي دي او پوځیانو هلته چاپې وهلي او خلک یې نیولي دي. د دې ډلو په وینا، هلته درنې ډزې هم اورېدل شوې دي. نن له ساحلي لذاقیه ښاره هم د تازه ډزو خبرونه راغلي دي. په دې ښار کې تېره ورځ پوځ په لومړي ځل د بمبارۍ لپاره جنګي الوتکې وکارولې. فعالین وايي په لذاقیه کې د شنبې په ورځ، لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي. د دوی په خبره، له شپږو میاشتو روان د دې پاڅون پر مهال لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان وژل شوي دي. پاڅون د ولسمشر بشار الاسد د ټولواکه رژیم پر ضد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG