د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال ماشومان د ځانمرګيو بريدونو لپاره روزي.


نهه کلن نصیب الله له خپل پلار سره ولاړ دی چې طالبانو د ځانمرګي برید لپاره روزلی وو
نهه کلن نصیب الله له خپل پلار سره ولاړ دی چې طالبانو د ځانمرګي برید لپاره روزلی وو


سید شا سقیم - کندهار


د کندهار د ملي امنيت رياست وايي، چې په دې ورستيو وختونو کې يې داسې ماشومان نيولي دي چې د دولت مخالفو وسله والو کسانو ورڅخه په ځانمرګيو بريدونو کې کار اخيست . د دغه رياست د چارواکيو په خبره په ځانمرګيو بريدونو کې د ماشومانو کارول د بشري حقوقو سرغړونه ده .

زه په لو وياله کې لمبېدم چې طالبانو پورته کړم او بيا يي د ژړۍ ولسوالې سنځري ته يووړم . په ما پسې يې بمونه وتړل او راته ويې ويل چې دغه پوستې ته ورسه او دغه دوه تارونه سره و جنګوه.

د ملي امنيت رياست وايي چې په دې ورستيو وختونو کې يې داسې ماشومان نيولي دي چې عمرونه يې د لسو کالو په شا و خوا کې وي او د دولت مخالف وسله والو د ځانمرګيو بريدونه لپاره روزلي دي.

د دغه رياست د چارواکيو په خبره وسله وال د ماشومانو له نادانۍ څخه ګټه اخلي او خپلې موخې ورباندې پوره کوي .

نهه کلن نصيب الله هم د هغو ماشومانو له ډلې څخه دى چې د ځانمرګي بريد د پاره روزل شوى وو .دى شا وخوا دوې نيمې مياشتې وړاندې وسله والو تښتولى وو او بيا يې ورپسې بمونه تړلي وو .

زه په لو وياله کې لمبېدم چې طالبانو پورته کړم او بيا يي د ژړۍ ولسوالې سنځري ته يووړم . په ما پسې يې بمونه وتړل او راته ويې ويل چې دغه پوستې ته ورسه او دغه دوه تارونه سره و جنګوه. ما بيا چيغې کړې او په کورو به ننتوم اخر يې دغه ماموريت ته راوستم

د نصيب الله پلار محمد عېوض وايي، چې تر دوه مياشتې زيات په خپل زوى پسې کلي په کلي ګرزېدلى او هغه شتمني چې درلوده يې ورڅخه ټوله په کرايو کې تللې ده . د ده په خبره په ځانمرګيو بريدونو کې د دغسې ماشومانو کارول د اسلام او بشريت څخه لېرې کار دى .

دا څه باندې دوه میاشتې کېږي زه مي په زوى پسې ګرزېدم چې څه مي په جېب کې لرلې هغه راڅخه ټولې په کرايو کې تللې دي. مخکې مي په راډيو ګانو کې اورېدل چې وسله وال له کوچنيانو ځانمرګي جوړوي خو اوس مي په خپله وليدل . له دولت څخه زښت خوشحاله يم چې خپل زوى يې بېرته رک روغ په لاس را کړى کنې ما به چېرې لټاوو ، دا اولادونه اوس موږ څنګه له دې وسله والو وساتو په صندوقونو کې خو يې هم نه شو بندولاى، له ماشومانو ځانمرګيو جوړول نه د اسلام او نه د بشر سره سم کار دى ٬٬

د کندهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال محمد نعيم مومن وايي ،چې ماشومان بايد زدکړې وکړي خو وسله وال يې ځانمرګيو بريدونو ته روزي .

دى وايي، ماشومان د ځان په خير او شر نه پوهېږي او د افغان دولت ځينې مخالفې ډلې يې له دغې نادانۍ څخه غلطه ګټه اخلي

دا کوچنى مومن چې د اته نهو کالو دى موږ ته يې په سړه سينه ټولې خبرې کړې دي. ده ته يې ويلي وو چې ته به داسې هم نه وايي چې زه د کندهار اوسېدونکى يم بلکې ته به وايي چې زه د چمن سيمې يم . کله چې موږ ته دغه ماشوم په لاس راغى موږ بولدک ته وليږه او لس پېنځلس ورځي يي هلته په خپلوانو پسې ګرزېدو. دا ډېر غټ ظلم دى ، دغسې ماشومان بايد زده وکړي او ژوند وکړي خو دوى ورڅخه ځانمرګي جوړوي ، دا کار نه په اسلام کې ، نه په شريعت کې او نه هم په احاديثو کې ذکر شوی دی

که څه هم د افغان دولت مخالف وسله وال طالبان وايي چې د دوى په کړنلاره کې ماشومان ګومارل سخت منع دي او دوى ورڅخه په ځانمرګيو بريدنو کې ګټه نه اخلي خو په دې ورستيو وختونو کې ډېرى داسې ماشومان نيول شوي دي چې ويلي يې دي په ځينو مدرسو کې ورته د ځانمرګي بريد کولو چلونه ښودل شوي
XS
SM
MD
LG