د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډرون بریدونو کې ولسي خلک لږ وژل کېږي


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

ژباړه: فرخنده وزیر - پراګ


امریکایې ورځپاڼه نیو یارک ټایمز د پاکستان په قبایلي سیمو د ډرون بریدونو په اړه لیکي، د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره سي ای اې وایې ، په تیر یو کال کې دوي په ډرون بریدونو کې تر ټولو کم ولسي خلک وژلي، کومه چې یوه ښه خبره ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما انتظامیه پر دې زور راوړي، چې ترهګر که په هر هیواد کې وي ، باید د ماتي سره مخامخ شي، او په دې لړ کې پاکستان هم هغه یو هیواد دې، چې اورپکي او القاعده پکې ژوند کوي. چې دا هغه وجه ده ، په دغه هیواد تر ټولو زیات د امریکا د ډرون جهازونو لخوا بریدونه کیږي.

د نیویارک ټایمز سکاټ شین وایې، چې د ۲۰۱۰ د می د میاشتې راهیسې په ډرون بریدونو کې شپږ سوه اورپکي وژل شوې دي، چې یو هم پکې غیر جنګي نه وو. د ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسې په ډرون حملو کې تر دوو زرو زیات اورپکي او پنځوس غیر جنګي کسان وژل شوې دي.

په لندن کې د سټي یونیورسټي د جرنلزم څانګه په خپل یو نوي رپوت کې وایې، چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو په ۲۳۰ ډرون حملوکې ۱،۸۴۲ خلک وژل شوی دي، چې زیاتره پکې اورپکي وو، او څه نا څه ۲۱۸ پکي عام خلک وژل شوې دي، او زیاتوی په تیر یو کال کې د بې پایلټه جهازونو په بریدونو کې کم ولسي خلک وژل شوي دي.

ورځپاڼه د تیرې می د شپږمې نیټې د ډرون برید په اړه لیکي، چې سي ای اې په خبره د افغانستان د پولې سره نږدي په یو ګاډي شوی وو، چې پکې نهه اورپکې او د هغوي د بمونو جوړولو سامان په نښه شوی وو. خو د پاکستان او بر تانې خبر یالان بیا وایې په دغه برید کې یوه مدرسه ، یو ریسټوران او یو کور په نښه شوی وو، چې پکي ۱۲ اورپکی او شپږ ولسی خلک وژل شوي وو.

ورځپاڼه لیکي، د ډرون بریدونو په کامیابۍ کې شک نشته، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې د اورپکو او القاعده په ختمولو کې مهم رول لوبولی، خو زیاتوي اکثره ډرون بریدونه په شمالي وزیرستان کې تر سره کیږي، چې دغلته دا مالومول ګران دي ، په دغه بریدونو کې څومره ولسي خلک په نښه شوي دي.

ډرون بریدونه چې په پاکستان کې یوه لانجمنه موضوع ده، او په دغه هیواد کې د امریکا ضد جذبات هم پیدا کوي. پاکستان په ډاګه ډرون حملې غندي ، خو په پټه یې د دغه حملو اجازت ورکړی، او باید په ډرون بریدونو اوس خپله دوه مخیزه پالیسي بنده کړي.

او باید په دغه اړه پوره مالو مات تر لاسهکړل شي، چې په یو ډرون برید کې څومره ولسي خلک وژل کیږي.
XS
SM
MD
LG