د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرام شاه کې راکټي بریدونو د ایف سي کسان وژلي


پاکستاني چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې د ټوچي سکاوټ پرېډ میدان باندې له نزدې غرونو څخه نامالومه وسله والو پنځه راکټونه توغولي دي چې پکې د فرنټیر کانسټیبلري درې سرتېري وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.

د چارواکو په وینا دغه پېښه نن سهاروختي د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه کې رامنځ ته شوه.

د سیمې استخباراتي او د پولیټیکل اېجنټ چارواکي پېښه تاییدوي ،او وايي راکټونه هغه مهال وتوغول شو چې سرتېري د جشن آزادي د ورځې په مناسبت د پرېډ تیاري کوله.

دوی وايي وايي، پینځه ژوبل شوي سرتېري په خراب حالت کې دي.

یو بل استخباراتي چارواکي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل،چې بل برید بیا د رزمک تحصیل عسکرو کېمپ باندې شوی چې د دوی په خبره له نزدې غرونو د توپ دوې ګولې ورغورزېدلې خو ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.

شمالي وزیرستان یو له هغه قبایلي سیمو څخه دی چې د سراج الدین حقاني ډلې،د القاعده،د بهرنیو مشکوکو ترهګرو لکه ازبکو او چیچنو او ددې ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان یو ټینګ مرکز بلل کېږي.او له دې ځایه هغوی په افغانستان او د پاکستان په پښتونخوا او نورو سیمو کې ترهګر بریدونه ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG