د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي اصلاحات: لطیف اپرېدی څه وايي؟


په قبایلي سیمو کې اوس مشکوکه اورپکو مرکزونه جوړ کړي چې په افغانستان او پښتوخوا کې د اکثره ترهګرو بریدونه پړه پر غاړه اخلي.
په قبایلي سیمو کې اوس مشکوکه اورپکو مرکزونه جوړ کړي چې په افغانستان او پښتوخوا کې د اکثره ترهګرو بریدونه پړه پر غاړه اخلي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هېواد په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو قانوني لاسوند، د قانون جوړولو لپاره لاسلیک کړی دی.

د دې قانون ترمخې به اوس په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونه خپل فعالیت وکړای شي.

د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانوني لاسوند په ۲۰۰۲ز کال کې جوړ کړل شوی وو چې تر دې وروسته بیا اوس بالاخره د بشپړ قانون په توګه لاسلیک شوی دی.

همدا راز، د قبایلي سیمو په فرنټییر کرایمز ریګولېشن یا د جنایتونو ضد په قانوني دستاویز کې هم بدلونونه راوستل شوي دي، او اوس ایف سي آر د ۲۰۱۱ز کال د قانون په توګه ولسمشر زرداري لاسلیک کړی دی.

په پېښور کې د مشال همکار مجیب انګار له سیاستوال لطیف اپرېدي سره په دې باب یو مرکه کړې او ترې پوښتلي یې دي چې د اېف سي آر په قانون کې بدلون او د ولسمشر زرداري لخوا د هغه پر منظوري لاسلیک به د قبایلي ولس لپاره څومره ګټور ثابت شي.

نورمرکه دلته واوری.
XS
SM
MD
LG