د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډیانا کې د سټېج غورځېدو په پېښه کې څلور وژل شوي


د امریکا په انډیانا ایالت کې د توپان له کبله د یوه سټېج د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي.


چارواکي وايي د شنبې په ورځ شوې په دې پېښه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي دي. د توپان پر مهال په انډیانا کې مېله روانه وه او سټېج د موسیقۍ د یوه کنسرټ لپاره جوړ کړل شوی وو. په دې اړه نور تفصیلات نه دي راغلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG