د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د ولسي جرګې او عدليې تر منځ کړکېچ


د افغانستان په پلازمېنه کابل کې قاضیانو او څارنوالانو د ولسي جرګې هغه لاسوند با دستاویز نا قانونه بللی دی چې په کې ولسي جرګې د دې هېواد د قاضي القضات یا مشر جج او د سترې محکمې د عالي شورا د پینځو غړو د مقدمه کولو غوښتنه کړې ده.

د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، قاضیانو ویلي د ثانوي عدالت وروستۍ پرېکړې دي ژر عملي شي. پر دې مهال، قاضیانو یو بیان خپور کړ چې یوه جج ولوست. په افغانستان کې تېر کال پارلېماني انتخابات شوي ول چې په کې د درغلۍ رپورټونه مخې ته راغلل او حکومت د پلټنو یوه عدالتي جرګګۍ جوړه کړه چې دې بیا نوي ټاکل شوي ګڼ شمېر د پارلېمان غړو ته د دندو د پرېښودو وویل. تر دې وروسته د ولسي جرګې او د افغانستان د عدلیې تر منځ کړکېچ پیدا شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG